Home » افغانستان » “د طالبانو د سفر معافيت مسئله د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې جنجالي شوې”

“د طالبانو د سفر معافيت مسئله د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې جنجالي شوې”

د الجزيرې ټلوېزيون خبريالې اماندا پرايس خبر ورکړی، چې دامهال د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د ط.الب چارواکو د سفر معافيت پر جنجالي موضوع بدله شوې ده.

نوموړې پرون ناوخت د چهارشنبې په ورځ د (زمري په ۲۶مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، چې د ډيپلوماټانو په باور د طالب چارواکو د سفر معافيت په امنيت شورا کې جنجالونه را پورته کړي.

پرايس ويلي، چې طالبانو د ۱۳ چارواکو د سفر معافيت د روانې اوونۍ د جمعې په ورځ ښايي پای ته ورسېږي او له همدې کبله سر له اوسه په ياده شورا کې جنجالي بحثونه روان دي.

نوموړې د سرچينو له قوله ويلي، چې روسيې د يادو طالب چارواکو لپاره تر ۹۰ نورو ورځو د سفر معافيت د غځولو وړانديز کړی، خو دغه وړانديز د برېتانيې، فرانسې، البانيې او ايرلنډ له لوري رد شوی دی.

د ميرمن پرايس په خبره، امريکا په دې ترڅ کې وړانديز کړی چې د طالبانو ۶ غړو ته دې يوازې قطر ته د سفر کولو معافيت ورکړل شي، خو دا وړانديز بيا په خپله د روسيې او چين له لوري رد شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ملګرو ملتونو امنيت شورا د لوړو زده‌کړو د سرپرست وزير عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت معين سعيد احمد شهيدخېل د سفر معافيت وار له مخې لغوه کړی.

ملګرو ملتونو ويلي، چې د يادو کسانو د سفر معافيت يې د بشري حقونو د نقض او يادو حقونو ته د نه درناوي له امله لغوه کړی دی.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...