Home » افغانستان » د شاه او عروس بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د شاه او عروس بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د اوبو او انرژۍ وزارت پرون (سه شنبې، د مرغومي ۱۱مه) اعلان وکړ چې د شاه او عروس بند یې ګټې اخيستنې ته سپارلی دی.

د شاه او عروس بند د کابل په شکردرې ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د ۹،۳ میلیونه متر مکعب اوبو د ذخیره کولو او د ۱.۵ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري.

د اوبو اوانرژۍ وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې ويلي چې دا بند به په کابل کې د اوبو د کمښت ستونزو د حل سربېره شاوخوا شل زره کورنیو ته پاکې اوبه برابرې کړي.

نوموړي زیاته کړې:” چې د دغه بند په جوړولو څه باندې ٢۵٠ ميليونه ډالره لګښت راغلى او د ٣زره۵٠٠ هکټاره کرنيزې ځمکې د خړوبولو وړتیا لري.”

د ویلو ده، چې د دغه بند د جوړولو چارې په ١٣٩١ لمريز کال کې د افغانستان د پخواني حکومت پر مهال پيل شوې وې، خو د چارواکو په وینا د یو لړ تخنيکي ستونزې له امله يې کار درول شوی و.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هواپېژندنې اداره: په ۲۸ ولایتونو کې د واورې او باران اټکل شته

د ټرانسپورټ او هوايي چلند ...