د ۲۰۲۳ کال اسیا کپ سیالیو دویمه لوبه شیبه وړاندې د بنګله دیش او سریلانکا ترمنځ د سریلانکا په پالي کیلي لوبغالي کې پیل شوه.
د لوبې پچه بنګله دیش ګټلې او توپ وهنه یې غوره کړې ده.
په دې لوبه کې به محمد نعیم، تانزید حسن، نجمل حسین شانتو، شکیب الحسن، توحید هریدوی، مشفیق الرحیم، مهدي حسن میراز، تسکین احمد، مهدي حسن، شریف الاسلام او مستفیظ الرحمان به د بنګله دېش لپاره لوبه وکړي.
د سریلانکا لپاره به پټوم نیسانکا، دیموت کروناراتنې، کوسال مندیس، سریدرا سمراوکراما، چاریټ اسلانکا، دوننجا دي سلوا، دیشون شناکا، دونیت وویلالاګې، مهیش تیکه شانا، کاسون راجیتا او ماتیشا غوره شوي دي.