Home » افغانستان » د سپين بولدک-چمن لار د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه

د سپين بولدک-چمن لار د سوداګرۍ او تګ راتګ پر مخ پرانيستل شوه

له پرېکړې سره سم نن سې‌شنبه د ( لړم په ۱۱مه) د سپين بودلدک او چمن لار چې د له مودې راهيسې د سوداګرۍ او هر راز تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه، بېرته پرانيستل شوه.

د اسلامي امارت او پاکستاني چارواکو ترمنځ د پرېکړې له مخې به، د سپين بولدک لار د سوداګرۍ لپاره ۲۴ ساعته او د خلکو د تګ راتګ په موخه به د ۱۲ ساعتونو لپاره پرانيستې وي.

پرون دوشنبه په کابل کې د پاکستان سفير خبر ورکړی و چې د سپين بولدک-چمن لار به د سې‌شنبې په ورځ د دواړو هېوادونو د چارواکو ترمنځ د خبرو په نتيجه کې پرانيستل شي.

طالبانو دا لار وروسته له هغې وتړله چې عامو خلکو د پاکستاني ځواکونو له لوري د ځورولو او له دوی سره د بد چلند په اړه شکايتونه وکړل.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...