Home » سیمه او نړی » د سوډان پوځ د لومړي وزير په شمول د حکومت لوړپوړي چارواکي نيولي

د سوډان پوځ د لومړي وزير په شمول د حکومت لوړپوړي چارواکي نيولي

د سوډان پوځ په يوه تازه اقدام کې د دغه هېواد د لومړي وزير عبدالله حمدوک په شمول د ملکي حکومت يو شمېر لوړپوړي چارواکي نيولي دي.

که څه هم د سوډان پوځ تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي، خو ځينو نړيوالو رسنيو د يو شمېر سرچينو په حواله راپور ورکړی چې نن دوشنبه د (لړم په ۳مه) سهار مهال د لومړي وزير کور د پوځ له لوري محاصره شوی او نوموړي يې په خپل کور کې بندي کړی دی.

له لومړي وزير عبدالله حمدوک سره په نيول شويو کسانو کې د نوموړي مطبوعاتي سلاکار فيصل صالح، د صنعت وزير ابراهيم الشېخ، د مالوماتو وزير حمزه بلول، د سوډان د حاکمې شورا وياند محمدالفيکي سلېمان او د پلازمېنې خرطوم والي اېمان خالد شامل دي.

د ابراهيم الشېخ لور او د اېمان خالد ميرمنې الجزيره ټلوېزيون ته تائيد کړې چې نوموړي کسان د سوډان پوځ له لوري نيول شوي دي.

په ۲۰۱۹ کال کې د سوډان ولسمشر عمر البشير له پرځولو وروسته، د دغه هېواد واګې د پوځ او ملکي حکومت ترمنځ ووېشل شوې. خو په دې وروستيو کې داسې هڅې پيل شوې چې له مخې يې پوځ بايد د دولت ټول واک ملکي حکومت ته وسپاري.

تېره اوونۍ لسګونه زره خلکو د سوډان په ګڼو ښارونو لاريون وکړ او له پوځ يې وغوښتل چې واک په بشپړه توګه ملکي حکومت ته وسپاري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...