د سوريې ولسمشر بشرالاسد په دې هېواد کې له ۲۰۱۱ کال جګړې راهيسې، په لومړي ځل عربي اماراتو ته په رسمي سفر تللی او دغلته يې د ابوظبۍ له وليعهد او د عربي اماراتو د وسلهوالو ځواکونو د قومندان له مرستيال محمد بن زېد النهيان سره ليدلي دي.
په دې ليدنه کې د سوريې او عربي اماراتو ترمنځ پر اړيکو او دغه راز پر سيمهييز امنيت خبرې شوي دي. د سوريې دولتي اژانس د النهيان له قوله ويلي، چې نوموړي له سوريې څخه د هغو بهرنيو ځواکونو پر وتلو ټينګار کړی، کوم چې په دې هېواد په ناقانونه توګه مېشت دي.
نوموړي دغه راز په سوريې کې د امنيت ټينګښت د ټولو عربي هېوادونو لپاره خورا مهم بللی او ډاډ يې ورکړی چې هېواد يې په دې برخه کې همکاريو ته چمتوو دی.
له دې سره د سوريې ولسمشر بشرالاسد ويلي، وضعيت ته په پام سره نړۍ يوه ناسم لوري ته روانه ده او په خبره يې په سيمه کې د امنيت ټينګښت په موخه بايد خپلو اصولو، د هېوادونو حاکميت او دغه راز د خپلو خلکو ګټو ته پابند پاتې کېدو اصل رامنځته شي.