د سند محکمې نن چهارشنبه د (غويي په ۲۱مه) په يوه قيضه کې چې له مخې يې د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير زنداني دی، ضمانت منظور کړ.
د علي وزیر مدافع وکيل قادرخان اېډوکېټ رسنيو ته ويلي، چې دا قضيه په ۲۰۱۸ کال کې د علي وزير په اړه درج شوې وه. د يادې قضيې له مخې د سند پوليسو شکايت کړی و چې نوموړي په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د يوې غونډې پرمهال، د پاکستان د پوځ او نورو ملکي ادارو خلاف څرګندونې کړې وې.
اېډوکېټ زياته کړې، چې ټاکل شوې علي وزير سبا پنجشنبه د ترهګرۍ ضد محکمې ته په يوې بلې قضيې کې هم وړاندې شي او تمه ده چې په ياده محکمه کې به برئت ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې موده وړاندې د پښتون ژغورنې غورځنګ د سند له ايالتي حکومت سره د علي وزير د خلاصون په اړه هوکړې ته رسېدلی؛ خو تر اوسه نوموړی له زندان څخه نه دی ازاد شوی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتين تازه له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې د علي وزير د خلاصون په تړاو به د پاکستان له پپلز ګوند سره چې د سند حکومت يې په لاس کې دی خبرې وکړي.