ټاکل شوې د سالنګ لویه د بیارغونې لپاره د هر ډول تګ راتګ پر مخ وتړل شي.
د ټول ګټو چارو وزارت ویلي دا لار به د روانې سنبلې/ وږې میاشتې له ۱۹مې نېټې د تونل منځ کې د کانکریټ اچولو تر بشپړیدو بنده وي.
سالنګ د افغانستان له نورو سیمو سره د شمالي ولایتونو یوه تر ټولو مهمه او لویه لار ده. له دې لارې هره ورځ زرګونه مسافر او په لویه اندازه سوداګریز توکي لېږدول کېږي.
د ټول ګټو چارو وزارت ویلي د سالنګ لارې اتیا کیلومتره بیا رغول کېږي او دې لړ کې ټاکل شوې چې په تونل کې کانکریټ واچول شي.
د دې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس یوه پیغام کې له خلکو غوښتي چې د لارې له بندیدو وړاندې دې خپلې اړتیا وې پوره کړي.
دا نه دي ویل شوي چې دا لاره به د څو ورځو لپاره تړلې وي. له دې امله د یوې نا معلومې مودې لپاره د دې لویې سوداګریزې لارې بندیدل ښايي د ډېرو خلکو او سوداګرو لپاره له سرخوږي خالي نه وي.
درې اونۍ وړاندې د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارې پيل شوې، خو لاره لا بشپړه نه ده تړل شوې. دې موده کې له دواړو خواوو په نوبت خلکو ته د تګ راتګ او سوداګریزو توکو د لېږ اجازه ورکړل شوې.