د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې په شري د اخته کسانو د شمېر له زیاتېدو خبرداری ورکړی دی.
دغه سازمان نن (دوشنبه د کب ۲۸مه) په اېکس پاڼه لیکلي چې شري یوه ساري ناروغي ده.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که یو کس دا ناروغي ولري، د هغو ټولو کسانو د اخته کېدو احتمال شته چې د دې ناروغۍ ضد واکسین یې نه وي کړي.
د روغتیا نړیوال سازمان ټینګار کړی چې د ماشومانو د خوندیتوب لپاره هغوی باید واکسین کړئ.
شري په افغانستان کې د ماشومانو یوه له عامو ناروغیو څخه ده.