د روسیې دوهم ستر بانک VTB وایي، په ۲۰۲۲ کال کې یې اووه میلیارده اوو سوه میلیون ډالره تاوان کړی دی.
VTB د روسیې یو له لومړنیو بانکونو څخه دی، چې پر اوکراین د روسیې د یرغل له امله د SWIFT له نړیوال سېستم څخه وتلی دی.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې، د VTB بانک مالي رییس دیمیتري پیانوف په یوه بیان کې ویلي، چې بانک یې له بې ساري ننګونو او ستونزو سره مخ دی.
هغه زیاته کړه، دغه بانک د زیاتو احتمالي بندیزونو هدف و، چې د پام وړ زیان یې اړولی دی.