د اسلامي امارت چارواکي خبر ورکوي چې نن پنجشنبه د (لړم په ۲۷مه) د روسيې له لوري له افغانستان سره د بشري مرستو لومړۍ جوپه کابل ته را ورسېده.
د طالبانو د فرهنکي کمېسيون غړي احمدالله وثيق په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، د روسيې ياده مرسته په درېيو الوتکو کې کابل ته را لېږدول شوې ده.
نوموړي زياته کړې، په ياده اندازه مرسته کې چې ټولټال وزن يې ۳۶ ټنه دی اوړه، غوړي او کمپلې شاملي دي چې پر اړمنو کورنيو به ووېشل شي.
د روسيې دغه بشري مرستې داسې مهال کابل ته را رسېږي چې ملګرو ملتونو او نورو نړيوالو بنسټونو په افغانستان کې پر موجوده بشري وضعيت اندېښنه ښودلې او پر هېوادونو يې غږ کړی چې له افغانستان سره بشري مرستو ته دوام ورکړي.