د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې رينا اميري او توماس ويست به د دوحې په غونډه کې د دغه هېواد په استازيتوب ګډون وکړي.
دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند متیو میلر په یوه خبري غونډه کې کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، امریکا د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې ملاتړ کوي او د ملګرو ملتونو له عمومي منشي څخه یې هم غوښتي چې ژر تر ژره دغه استازی وټاکي.
د جنورۍ په اتمه نېټه، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له ا.ا سره د نړيوالې ټولنې د تعامل د لارې په اړه يو پريکړه ليک تصويب کړ چې په ۱۳ موافقو رايو او د روسيې او چين په دوو برخو کې د نه ګډون په اړه وو.
له دې مخکې د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد له رویداد خبری اژانس سره په مرکه کې د دوحې غونډه د اقتصادی پراختیا او د بشري بحرانونو مخنیوي لپاره ګټوره بللې وه.
د يادونې وړ ده، چې دغه غونډه د فبرورۍ په ۱۸ او ۱۹ مه په دوحه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونيو ګوترش په کوربه توب جوړېږي.