Home » افغانستان » د دفاع وزیر:د سولې د خبرو ملاتړی یم، خو جګړې ته هم بشپړ تیاری لرو
رویداد خبري آژانس

د دفاع وزیر:د سولې د خبرو ملاتړی یم، خو جګړې ته هم بشپړ تیاری لرو

د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر وایي د سولې له خبرو سره هممهاله د خونړیو جګړو دوام د منلو وړ نه دی.

نوموړي نن پنجشنبې د سپتمبر۱۷( وږي۲۷) په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل دی هیله لري چې د سولې خبرې یوې پایلې ته ورسېږي، خو د طالبانو له لوري د تاوتریخوالي دوام دا ښيي چې دغه ډله د سولې لپاره رښتینې اراده نه لري.

د خالد په وینا دا به ښه وي چې خبرې پایلې ته ورسېږي خو که طالبان د زور له لارې واک ته د رسېدو هڅه وکړي نو بریالي به نه شي.

خالد زیاته کړه دوی د ارزښتونو لپاره جګړه کوي او افغان پوځ ددې وړتیا لري چې د دښمن پر وړاندې مبارزه وکړي.

اسدالله خالد وایي هېڅوک د پاکستان یا بل هېواد په فرمایش د افغان پوځ د ماتولو کوښښ نه شي کولی او دا خیالونه د عملي کېدو وړ نه دي.

هغه یو ځل بیا ټینګار کړی چې په ټوله مانا د بین الافغاني مذاکراتو ملاتړ او دفاع کوي خو که خطرونه رامنځ ته کېږي پر وړاندې یې د درېدو وړتیا لري.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...