د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني وياند او تقاعد شوي تورن جنرال دولت وزيري د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب او چارو ادارې له مشر فضل فضلي څخه ګيله کړې ده، چې هغه ورته د اختر مبارکۍ ورلېږلي، خو دوى بېرته ځواب نه دى ورکړى.
دولت وزيري په خپل فېسبوک کې ليکلي دي، چې په تېر کوچني اختر او اوسني لوى اختر کې يې بيا د ولسمشر غني لومړي مرستيال امرالله صالح ته هم مبارکۍ لېږلي وې، چې هغه ورته بېرته مبارکي ورکړې ده.
دولت وزيري ليکي: ((دوى به په حقه وي نو!!! په کوچني او لوى اختر کې مې د نورو دوستانو تر څنګ ښاغلي محب صاحب، ښاغلي فضلي صاحب، ښاغلي عطا الله نصيب صاحب او ښاغلي صالح صاحب ته د واټساپ له لارې مبارکۍ لېږلې وې.))
ښاغلي وزیري ليکي: ((له دوى څخه يواځې ښاغلي صالح صاحب په دواړو اخترونو کې ځواب ويلى دى، فکر کوم دا نور قدرمن به ډېر بوخت وي، يا به موږ ورته خپل سيال نه ښکارو. خېر په هېواد کې د بشپړې سولې په هيله.))