د خوړو د نړیوال پروګرام (WFP) سازمان وايي، چې روان ۲۰۲۱ میلادي، کال کې به له ۱۳ میلیونه اړمنو افغانانو سره، نغدي او د خوراکي موادو مرسته وکړي.
کابل کې خوړو نړیوال سازمان ویاند وحیدالله اماني وايي، چې په ټول هېواد کې یې د اړمنو کسانو لیستونه برابر کړي او په روان کال کې به ورسره د یو منظم سیستم له لارې مرسته وشي.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه سازمان د افغانستان د بې وزله خلکو لپاره دوامداره پلانونه لري او هر ځای چې اړتیا پېښه شي امکاناتو ته په کتو به مرستې ور ورسوي.
د خوړو نړیوال سازمان دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې د څېړنو له مخې اوس مهال د افغانستان تر ۱۸ میلیونو زیات وګړي د ژوند لومړني امکانات نلري.