د افغانستان د ژورناليستانو ملي اتحاديې په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري له خبريالانو سره د اوسني چلند په اړه اندېښنه ښودلې او ويلي يې دي، چې د خپلسرۍ پرځای بايد له خبريالانو سره هر ډول چلند د قانون په چوکاټ کې ترسره شي.
دې اتحاديې نن يکشنبه د (وري په ۲۹مه) په يوه خپره کړې اعلاميه کې، د اريانا نيوز ټلوېزيون د سياسي خپرونو وياند محيب جليلي نيول کېدو ته اشاره کړې او ويلي يې دي، چې نوموړی د نيول کېدو پرمهال وهل او ټکول شوی دی.
په اعلاميه کې د اريانا نيوز ټلوېزيون د مسوولانو په حواله ويل شوي، چې د خبريانو د نيول کېدو دوام د دوی د اندېښنې سبب شوي.
د افغانستان د ژورناليستانو ملي اتحاديې دغه راز زياته کړې، چې له هېڅ ډول حقوقي دليل پرته د خبريالانو نيول، وهل ټکول او د دوی د مبايلونو پلټل منعه دي.
يادې اتحاديې په دې اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ له اسلامي امارت غوښتي، چې د رسنيو قانون په چوکاټ کې دې پر خبريالانو او رسنيو لګېدونکو تورونو ته د رسېدنې په موخه، يو مالوم ادرس رامنځته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د اريانا نيوز د سياسي خپرونو وياند محيب جليلي پرون شنبه بېرته د اسلامي امارت له لوري پرېښوول شوی او له خپلې کورنۍ سره یو ځای شوی دی.