Home » سیمه او نړی » د جګړې له امله د اوکرايني بې‌خايه شوو شمېر له ۱۰ ميليونه تنو واوښت

د جګړې له امله د اوکرايني بې‌خايه شوو شمېر له ۱۰ ميليونه تنو واوښت

په داسې حال کې چې پر اوکريان د روسي ځواکونو له بريد ۲۶ ورځې تېرېږي؛ خو د هرې ورځې په تېرېدو سره په دې هېواد کې د جګړې له تاو د تلونکو خلکو شمېر زياتېږي.

د راپورونو له مخې، تر دې مهاله څه باندې ۱۰ ميليونه اوکراينيانو د جګړې له امله خپلې مېنې پرېښي او پر ګاونډيو هېوادونو سربېره خوندي سيمو ته تللي دي.

 اوکرايني ځواکونو ويلي، چې د پلازمېنه کيف اړوند سيمو کې لا هم له روسي ځواکونو سره جګړه دوام او په خبره يې هڅه کوي، چې د ښار شمال لوېديځ له لارې د روسي ځواکونو محاصره ماته کړي.

له دې سره د اوکراين ولسمشر ولاديمير زلينسکي بېګاه شپه د (وري په لومړۍ) ويلي، چې د ناټو په سازمان کې د اوکراين غړيتوب په اړه پر خپله کړې پرېکړه بيا له سره غور کوي؛ خو په خبره يې مشروط پر دې چې روسيه اوربند وکړي او خپل ځواکونه له اوکراين وباسي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...