Home » سیمه او نړی » د تونس ولسمشر: له سوریې سره د اړیکو بیا رغولو لپاره کلک هوډ لرم

د تونس ولسمشر: له سوریې سره د اړیکو بیا رغولو لپاره کلک هوډ لرم

د تونس ولسمشر قيس سيد د دې هېواد په پلازمېنې تونس کې د سوريې د بهرنيو چارو وزیر فيصل مکداد سره په کتنه کې ویلي، چې تونس په کلک هوډ غواړي له سوريې سره د ورورګلوۍ او همکارۍ اړیکې بېرته عادي کړي او په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخيزو مسایلو په اړه د سلا مشورو او همکارۍ بهیر پياوړی کړي.

د تونس ولسمشرۍ ماڼۍ د يوې اعلاميې په خپرولو سره ویلي، چې ولسمشر په دې کتنه کې د تونس او سوريې ترمنځ د دوه اړخيزو اړيکو پر ټينګښت او  له ټولو ننګونو سره د ګډې مبارزې پر ارادې ټينګار وکړ.

مکداد د تونس په بلنه د روانې مياشتې په ١٧ نېټه د درې ورځني سفر لپاره تونس تللی دی. تونس او سوريې د روانې مياشتې په ١٢مه نېټه په ګډه اعلاميه کې وويل چې دواړه هېوادونه به خپل سفارتونه بيا پرانيزي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...