Home » سیمه او نړی » د ترکمنستان په ولسمشريزو ټاکنو کې ۳.۴ ميليونه کسانو رايه وکاروله

د ترکمنستان په ولسمشريزو ټاکنو کې ۳.۴ ميليونه کسانو رايه وکاروله

پرون شنبه د (کب په ۲۱مه) د ترکمنستان خلک په ولسمشريزو ټاکنو کې د رايې ورکولو په موخه، د رايې ورکولو مرکزونو ته را ووتل.

د دغه هېواد د ټاکنو مرکزي کمېسيون ويلي، چې د رايې ورکولو بهير د شنبې تر ناوخت پورې دوام درلود او په ترڅ کې يې پر شرايطو برابر ۳.۴ ميليونه کسانو رايه کارولې ده.

د ترکمنستان په دې ولسمشريزو ټاکنو کې د اوسني ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف د زوی سردار محمدوف په ګډون ۹تنه نوماندان دي.

په ترکمنستان کې په عامه توګه داسې انګېرل کېږي چې ولسمشر قربان قلي محمدوف ښايي د يادو ټاکنو د ترسره کولو له لارې واک خپل زوی سردار محمدوف ته ولېږدوي؛ ځکه د ترسره شوو ولسمشريزو ټاکنو ټول نوماندان د اوسني ولسمشر موافق کسان دي.

ولسمشر قربان قلي بردي محمد د تېرې فيبروري په ۱۱مه د خپل هېواد مشرانو جرګې ته ويلي و چې غواړي واک نورو ځوانو رهبرانو ته ولېږدوي او خپله ترې لاس په سر شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...