د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وایي، د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د ارچي سربند عملي چارې یې ۹۵ سلنه پر مخ تللي دي.
دغه اداره وایي یاده پروژه د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې لخوا او د اسیا پراختیاي بانک په مالي مرسته د اوبو تنظیم او مدیریت، د اوبو لګولو ژغورلو او د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې د ارچي کانال د اوبو تامینولو په موخه پلي کیږي.
د اوبو د چارو د تنظیم ملي ادارې ویلي د ارچي کانال چې له دغه سربند څخه پيل کیږي ۲۸۰۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبوي، چې ۱۴۷۶۰۰ کسان ترې ګټه پورته کوي.