Home » افغانستان » د بین الافغاني مذاکراتو د اجنډا او نورو موضوعاتو د ترتیب لپاره یوه کمېټه جوړه شوې
رویداد خبري آژانس

د بین الافغاني مذاکراتو د اجنډا او نورو موضوعاتو د ترتیب لپاره یوه کمېټه جوړه شوې

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بین الافغاني مذاکراتو د اجنډا او نورو موضوعاتو د ترتیب لپاره دواړو لورو پنځه پنځه کسان معرفي کړي دي.

د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د خبرو اجنډا ټاکلو په موخه یوه کمېټه جوړه شوې چې لس غړي لري پنځه د افغان حکومت او پنځه د طالبانو.

د افغان حکومت له لوري معصوم ستانکزی، نادر نادري، فوزیه کوفي، عنایت الله بلیغ، او ضراراحمد مقبل له طالبانو سره د بین الافغاني خبرو لپاره د اجنډا ټاکلو په موخه دغې کمېټې ته معرفي شوي دي.

د طالبانو له لوري عباس ستانکزی، شیخ دلاور، شیخ عبدالکبیر، شیخ قاسم، او نورالله نوري له افغان حکومت سره د بین الافغاني خبرو لپاره د اجنډا ټاکلو په موخه کمېټې ته معرفي شوی دي.

دا په داسې حال کې ده چې له نن د بین الافغاني مذاکراتو پرانیستغونډه وشوه او ټاکل شوې چې سبا یا بل سبا دواړه لوري مخامخ خبرې پیل کړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...