د بښنې نړیوال سازمان د افغان له حکومته وغوښتل چې ژره تر ژره دې اکسیجن د کموالي د ستونزې د حل او کرونا ویروس ضد واکسین د تطبیق لپاره اقدام ورکړي.
دغه سازمان پرون جمعې د په ورځ (د غبرګولي ۲۱مه) په یوه خبرپاڼه کې غوښتنه کړې چې د نړیوالې ټولنې له خوا دې سم د لاسه له افغانستان سره روغتیايي مرستې وشي.
د بښنې نړیوال سازمان په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښوولې ده.
په دغه سازمان کې د اسیا د برخې څېړونکي زمان سلطاني په خبرپاڼه کې ویلي چې دا مهال د واکسین کموالی او نشتوالی یوه لویه ستونزه ده او مخکې تر دې چې ناوخته شي باید اقدام وشي.
د افغانستان روغتیا وزارت تېره چهارشنبه او پنجشنبه د کرونا ویروس ۱۸۰۰ مثبتې پېښې ثبت کړي چې بې سارې ګڼل کېږي.