Home » افغانستان » د بندرونو عصري کولو په موخه له بهرنۍ کمپنۍ سره د قرارداد کولو پرېکړه وشوه

د بندرونو عصري کولو په موخه له بهرنۍ کمپنۍ سره د قرارداد کولو پرېکړه وشوه

د رئيس‌الوزرا لومړي مرستيال عبدالغني برادر په مشرۍ اقتصادي کمېسيون په يوه تازه اقدام کې پرېکړه کړې، چې د هېواد ټولو بندرونو د عصري کولو په موخه دې د DP World په نوم له بهرنۍ کمپنۍ سره قرارداد وشي.

د دې کمېسيون په پرېکړه کې ويل شوي، چې د قرارداد له مخې به ياده کمپني په بندرونو کې د صادراتو د پياوړتيا او ملاتړ لپاره لازمې اسانتياوې رامنځته کوي.

د اسلامي امارت د وياند مرستيال بلال کريمي نن دوشنبه د (غبرګولي په ۱۶مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې لېکلي، د بندرونو په اړه د پرېکړې ترڅنګ د اورګاډي پټلۍ ادارې ته هم اجازه ورکړل شوه، څو د حیرتان بندر د اورګاډي پټلۍ د خدمتونو پروژه د نوي قرارداد په موخه داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

نوموړي ويلي، چې د اورګاډي پټلۍ اداره غواړي د حیرتان بندر د اورګاډي پټلۍ بشپړ مسؤلیت افغان لوری ولري او د خدمتونو وړاندې کولو لپاره دې له بل شرکت سره قرارداد وشي.

کريمي زياته کړې چې د يادو پرېکړو په ترڅ کې د کابل ښاروالۍ ته هم سپارښتنه شوې، څو هغه ۶ مشارکتي پروژې چې ياده ښاروالي یې د اقتصادي کمېسیون له لوري د ابتدايي منظورۍ غوښتنه کوي، ازادې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پاکستان شاوخوا ۸۰۰ افغان کډوال بندیان کړي

په اسلام اباد کې د ...