د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان يا Human rights watch مسوولان وايي، که څه هم د روان ۲۰۲۱ زېږديز کال لس ورځې لا هم پر سر پاتې دي، خو په خبره دغه کال په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې بد کال و.
د دغه سازمان د ښځو برخې مرستيالې هيدر بار له ازادي راډيو سره په مرکه کې ويلي، په افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو د نور هر اړخيزه برخو تر څنګ د ښځو پر وضعيت هم اغېز کړی دی.
نوموړې ويلي چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک بيا ترلاسه کولو پر وړاندې د نړيوالو کمزوري دريځ د ښځو پر وضعيت هم اغېز کړی او زياتوي چې دا اغېزمنتيا په دې هېواد کې د ښځو حقونو پر وړاندې روان وضعيت له ورايه ښکاره کوي.
هيدر بار دا څرګندونې داسې مهال کوي چې د روان ډيسمبر په ۱۹مه په اسلاماباد کې د سلامي همکاريو سازمان غونډې پرمهال، د پاکستان لومړي وزير عمران خان په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو په برخه کې اېجاد شوې ستونزې کلتوري مسايل وبلل.
د نوموړي دغه څرګندونې په افغانستان او پښتونخوا کې د عامو خلکو او پخوانيو چارواکو له توند غبرګون سره مخ شوي او دا يې افغانانو ته سپکاوی بللی دی.