Home » افغانستان » د بشري حقونو د څار سازمان: په افغانستان کې دې پر ښځو لګېدلي بنديزونه او هدفي وژنې وڅېړل شي

د بشري حقونو د څار سازمان: په افغانستان کې دې پر ښځو لګېدلي بنديزونه او هدفي وژنې وڅېړل شي

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان وړانديز کړی چې ملګري ملتونه دې په افغانستان کې د ط البانو له لوري پر ښځو وضعه شوي بنديزونه او دغه راز دې د هدفي وژنو پېښې وڅېړي.

 روېټرز خبري اژانس د دغه سازمان عمومي منشي ميرمن اګنېس کالامارډ په حواله ويلي، په يادو دوو برخو کې د څېړنو په موخه دې يوه داسې ډله تشکيل شي چې د نوموړي ماموريت د بشپړاوي په موخه کافي سرچينې په واک کې ولري.

نوموړې زياته کړې چې دغه کار د عدالت د تامين ترڅنګ بايد په دې موخه هم وشي، څو د ط البانو اسلامي تحريک وپوهېږي چې بشري جرمونه د نړيوالو له سترګو پټ نه شي پاتې کېدای.

د ط البانو اسلامي تحريک د زده‌کړو او کار کولو په برخو کې پر ښځو د محدوديتونو وضعه کولو ترڅنګ پر دې هم تورن دی، چې د ښځو پر سوله‌ييزو اعتراضونو يې تشدد کړی او دغه راز يې د افغانستان په يو شمېر سيمو کې پر عامې بښنې سربېره خپلسرې وژنې هم کړي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...