Home » افغانستان » د برېتانیا وروستي پوځیان هم د وتلو په حال کې دي
رویداد خبري آژانس

د برېتانیا وروستي پوځیان هم د وتلو په حال کې دي

د رسنیو د راپورونو له مخې په راتلونکو ساعتونو کې به په افغانستان کې د برېتانیا پاتې ځواکونه هم له دغه هېواد ووځې او خپل ټول نظامي مرکزونه به افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري.

برېتانیا د ناټو په غوڅ ملاتړ کې په وروستیو کې په افغانستان کې تر ۷۰۰ ډېر پوځیان لرل چې تر ډېره یې د افغان ځواکونو د روزنې او ملاتړ ماموریت ترسره کاوه.

دغه ځواکونه به ژر له افغانستان ووځي. تر دې دمه د المان، ایټالیا او ناټو د ځينو نورو غړو هېوادونو ټول سرتېري له افغانستان وتلي دي.

له ۲۰۰۱ کال تر دې دمه په افغانستان کې د برېتانیا د ماموریت شاوخوا ۴۵۰ سرتېري او کارکوونکي وژل شوي دي او لسګونه نور ټپیان دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...