Home » سپورټ » د برېتانیا غوره لیګ؛ سیټي له مانچسټر څخه لوبه وګټله

د برېتانیا غوره لیګ؛ سیټي له مانچسټر څخه لوبه وګټله

د برېتانیا فوټبال غوره لیګ د اوویشتمې اونۍ په لړ کې مانچستر سیټي لوبډلې مهمه لوبه وګټله، مانچستر سیټي په دې حساسه لوبه کې مانچسټر یونایټیډ لوبډلې ته درې پر یو ماتې ورکړه.
دا لوبه تېره شپه د یکشنبې ۱۳ کب په اتحاد لوبغالي کې د دواړو لوبډله ترمنځ وشوه.

ددې لوبې په اتمه دقیقه کې د یوناټیډ لوبغاړي مارکوس رشفورډ ګول سره له سیټي مخکې شوه او لومړی نیمايي یې وګټله.
د سیالۍ په دویمه نیمايي کې لوبه بدله شوه فیل فودن دوه ځلې په ۵۶ مه او ۸۰ مه دقیقه کې د سیټي لپاره ګولونه وکړه او ارلینګ هالند هم په ۹۱ مه دقیقه کې د مانچسټر سیټي په ګټه ګول وکړ.
د برېتانیا فوټبال غوره لیګ په لړ کې لیور پول له ۶۳ امتیازاتو سره لومړی، مانچستر سیټي ۶۲ امتیازاتو لرلو سره دویم او ارسنال لوبډلې له ۵۸ امتیازاتو سره درېیم مقام خپل کړی.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کابل، سوک وهنه، لوبې، ورزش، افغانستان

په کابل کې د سوک وهنې سيالۍ پای ته ورسېدې

د سوک وهنې ملي فدراسيون ...