اينډيپېنډنټ ورځپاڼې په يوه تازه خپاره کړي راپور کې ويلي، لا هم زيات شمېر هغه افغانان په افغانستان کې اېسار پاتې دي چې په تېرو کلونو کې يې له برېتانوي سرتېرو سره په دغه هېواد کې همکاري کړې ده.
د راپور له مخې، دغه کسان ژباړونکي او اداري کارکوونکي دي چې شمېر يې له برېتانوي ځواکونو سره د همکارو افغانانو له نيمايي هغه اوړي.
په راپور کې ويل شوي، ياد کسان د برېتانيا د حکومت له لوري د افغانانو د ځای پر ځای کولو او مرستې پاليسۍ له معيارونو سره برابر دي خو په خبره يې په افغانستان کې د اېسار پاتې کېدو له امله د طالبانو له لوري له خطر سره مخ دي او دې چارې يې ورځنی ژوندی له ستونزو ډک کړی دی.
د اينډېپنډنټ په راپور کې د يوه افغان ژباړن له قوله ويل شوي، په برېتانيا کې يې د حکومت له لوري د اېستلو کارونه کرار روان دي او افغانستان کې يې بيا له طالبانو وېره زياته ده.
په ورته مهال برېتانوي چارواکو منلې چې لا هم له نيمايي زيات هغه افغانان په افغانستان کې اېسار پاتې دي، چې په دغه هېواد کې يې له برېتانوي ځواکونو سره همکاري کړې ده.
چارواکو ويلي، د افغان همکارانو اوسنی شمېر ۳۱۱ تنه دي چې له ډلې يې ۱۶۷ تنه په افغانستان کې اېسار پاتې دي، ۹۹ يې برېتانيې ته رسېدلي او ۴۵ تنه نور يې په درېیم هېواد کې په دې تمه چې برېتانيې ته لاړ شي.