د بریتانیا حکومت خپلو ټولو وګړه ته خبرداری ورکړی چې د امنیتي وضعیت له کبله ژر تر ژره له افغانستانه ووځي.
د فرانس پرېس اژانس د راپورونو پر بنسټ، د بریتانیا د بهرنیو چارو وزارت پرون جمعه (د زمري ۱۵مه) دا غوښتنه کړې وه.
د بریتانیا د حکومت له لوري دا غوښتنه داسې مهال مطرح کیږي چې طالبانو خپل بریدونه زیات کړي او پرون یې تازه د نیمروز زرنج ښار نیولی دی.
دا لومړنی ولایت دی چې مرکز یې طالبانو نیولی.