بدخشان کې امنیتي سرچینې وایي، د کوهستان ولسوالۍ امنیه قومندان عبدالظاهر له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.
د یاد ولایت امنیتي مسوولین رسنیو ته ویلي، وسلهوالو طالبانو تېره ورځ سهار نهه بجې د دغه ولایت پر کوهستان ولسوالۍ برید وکړ چې د شپې ۱۲:۰۰ بجو پورې دوام درلود.
امنیتي مسوولین وایي، په دغه برید کې د کوهستان ولسوالۍ د امنیه قومندان په ګډون دوه سیمهییز پولیس وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
خو د افغان ځواکونو ځوابي برید کې ۴ طالبان وژل شوي او ۵ ټپیان شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دې ویلي.