Home » سیمه او نړی » د ایران د حکومت عمده مخالف ‘شهزاده رضا پهلوي’ اسراییل ته تللی

د ایران د حکومت عمده مخالف ‘شهزاده رضا پهلوي’ اسراییل ته تللی

د ایران د حکومت یو عمده مخالف او د دغه هېواد د پخواني پاچا رضا شاه زوی شهزاده رضا پهلوي پرون اسراییلو ته ولاړ.

اسوشېټېډپرېس راپور ورکړی چې دا اسراییلو ته د رضا پهلوي لومړنی سفر دی.

هغه د هولوکاست یا د یهودانو د ډلوژنې د یادښت په مراسمو کې ګډون کوي او هم به د بهایانو له مذهبي لږکیو سره چې له ایرانه تښتېدلي د لیدنې تر څنګ له اسراییلي سیاستوالو سره هم وګوري.

شهزاده رضا پهلوي په ایران کې د مظاهره چیانو کلک ملاتړ کړی او په دې وروستیو کې یې په ګڼو نړیوالو غونډو کې ګډون او ویناوې کړي.

دی او ملګري یې د ایران د رژیم د ړنګېدو غوښتونکي دي او وايي چې خلکو ته د انصاف په لټه پاڅېدلي.

د ایران رژیم له تېر سپټمبر راهیسې د څه باندې پنځه سوه هغه کسانو په وژنې تورن دی چې مهسا امیني تر وژل کېدو وروسته لاریونونو ته ووتل.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...