د ايران دفاع وزارت پرون جمعه د (مرغومي په ۱۰مه) اعلان کړی، چې د ځمکې مدار ته د سيارې لېږلو په تړاو هڅه ناکامه شوې ده.
د دفاع وزارت وياند احمد حسېني ويلي، دغه ماموريت د راکېټ د سرعت کموالي له امله ناکام شوی دی. د نوموړي په خبره په ارتفاع کې د ځمکې مدار ته د سيارې رسولو په موخه اړتيا ده چې راکټ په يوه دقيقه کې ۷۶۰۰ متره واټن ووهي؛ خو د حسېني په خبره، په دې ازموينه کې د ايران راکېټ ۷۳۵۰ متره واټن په دقيقه کې واهه.
دې هېواد د تېرې پنجشنبې په ورځ د سيارې لېږدول په موخه راکټ د ځمکې مدار ته وتوغوه. له دې وړاندې هم څو ځله فضا ته د سيارې لېږدولو په اړه د ايران ورته هڅې د تخنيکي ستونزې له امله ناکامې شوي دي.