Home » سیمه او نړی » د اوکراین په اړه د سویس غونډه له روسیې او چین پرته ترسره شوه

د اوکراین په اړه د سویس غونډه له روسیې او چین پرته ترسره شوه

په اوکراین کې د سولې په اړه غونډه شنبه د غبرګولې ۲۶مه پیل شوه، نن هم ادامه لري چین او روسیې هېڅ استاری نه دی ورلېږلی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي دا غونډه یوه ډیپلوماټیګ پرمختګ بللی او ویلي یې دي چې اوکراین هېڅکله د جګړې غوښتونکی نه و، بلکې دا جګړه په زور په اوکراین شوې ده.

په دې دوه ورځینۍ غونډه کې د ۱۰۱ هېوادونو او ملګروملتونو استازي راټول شوي وو، خو چین او روسیې د استازو نشتون د یو لوی پرمختګ بریالي کېدو امکان کم کړی دی.

پر اوکراین د روسیې برید د ۲۰۲۲کال د فبرورۍ په ۲۴مه پيل شو او څه باندې دوه کاله کېږي چې ادامه لري.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...