د ا.ا د اوبو او انرژۍ وزارت وايي چې د هېواد په سیندیزو سیمو کې د سېلابونو او د اوبو د سطحې د لوړوالي اټکل شته.
یاد وزارت زیاته کړې چې نن د کب ۱۵ تر۱۷ مې په کاشان، بادغیس، هرات، فراه، خاشرود، هلمند، ارغنداب او ترنک سیمو کې د اوبو د سطحې لوړېدلو له امله د سیلابونو د راوتلو اټکل شته دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت په خبر پاڼه کې راغلي چې د اقلیمي بدلونو او د نړیوالو ارګانونو او ا.ا د هوا پېژندنې د وړاندویینې پر اساس د هریرود او هلمند په سیندیزو حوزو کې د درنو واورو، بارانونو او سیلابونو اټکل شوی دی.
د اوبو او انرژۍ وزارت له هغو هېوادوالو چې د سیندونو په څنګ کې ژوند کوي غوښتنه کړې چې د اوبو د لوړوالي پر مهال سیندونو ته له نږدې کېدو ډډه وکړي.