په هلمند ولایت کې د انجې کرکيله او سوداګري په غوړېدو ده او هلمندي بزګران انجې (هنګ) کرکېلي ته لېوال شوي دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوي ارزښت لرونکي کرنیزې توکي ور وپېژنې.

د کرنې وزارت د ښاغلي الکو له قوله ویلي چې په همدې موخه ددې ولایت د بولان په فارم کې په یو جریبه ځمکه کې د انجې (هنګ) طبي بوټې کرل شوې وه او پرې څېړنې وشوې.
په دې فارم کې پر انجې تر څېړنو وروسته اوس مهال د هلمند په ګرم سېر ولسوالۍ کې بزګرو په خپلو ځمکو کې نږدې ۳۰۰ جریبه انجه کرلې ده. دمګړۍ د یادو کروندو د انجې د حاصلاتو راټولولو لړۍ پیل شوې او ډېر ژر به بازار ته وړاندې شي.
کرنې وزارت ویلي؛ لکه څنګه چې د انجې بوټي ډېرو کمو اوبو ته اړتیا لري ددې ولایت له خاورې، اوبو او هوا سره ښه مطابقت کوي.
د بوټي په اړه
انجه داسې بوټی دی، چې د طبي موخو لپاره کارول کېدای شي او د کورني بازار تر څنګ نړیوال مارکېټ لري او په لوړه بیه پلورل کیږي.
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوي او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه هم پلي کړي دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس