Home » سیمه او نړی » د امنیت شورا لخوا د اوکراین جګړې د پای ته رسېدو پرېکړه‌لیک منظور شو

د امنیت شورا لخوا د اوکراین جګړې د پای ته رسېدو پرېکړه‌لیک منظور شو

د ملګرو ملتونو امنیت شورا پرون (دوشنبې، د کب ۶مه) د «سولې لپاره لار» تر نامه لاندې پرېکړه‌لیک منظور کړ چې د اوکراین او روسیې د جګړې بندېدو ته شرایط برابروي.

دغه پرېکړه‌لیک ته امریکا، چین او روسیې مثبتې رایې ورکړې، خو بریټانیا او څلورو نورو اروپایي هېوادونو بیا ممتنع رایې ورکړلې دي، خو د امنیت شورا هېڅ غړي دې پرېکړې ته منفې رایې ورنه کړه.

د ملګرو ملتونو د امنیت په شورا کې د متحده ایالاتو استازې ډوروټي شیا وویل چې دا پریکړه لیک د سولې په لور لومړی ګام دی.
میرمن شیا زیاته کړه “دا لومړی خو مهم ګام دی، داسې ګام چې موږ ټول باید پرې وویاړو. اوس باید اوکراین، روسیې او ټولې نړیوالې ټولنې ته د سوله ییزې راتلونکي جوړولو لپاره ترې کار واخلو.”

په پریکړه لیک کې راغلي چې د اوکراین او روسیې ترمنځ جګړه به په سمدستي توګه پای ته ورسېږي او د دواړو هېوادونو تر منځ یې د تل پاتې سولې غوښتنه هم پکې کړې.

د امنیت په شورا کې دا پرېکړه لیک داسې وخت منظور شو چې د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرته له دې چې جزیات ورکړي دوشنبې وویل چې د اوکراین جګړې پای ته د رسېدو په اړه موافقې ته نږدې شوی.

#امریکاغږ

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...