Home » سیمه او نړی » د امریکا ولسمشر جون میاشت کې بریتانیا او بلجیم ته ځي
رویداد خبري آژانس
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جون میاشت کې بریتانیا او بلجیم ته ځي

سپینه ماڼۍ وایي، ولسمشر جو بایډن به د جون په میاشت کې بریتانیا او بلجیم ته ولاړ شي.

دا به د ولسمشر په توګه بهر ته د جوبایډن لومړی رسمي سفر وي.

د سپینې مانۍ ویاندې جین ساکي د جمعې په ورځ وویل، د دې سفر یو هدف له خپلو متحدانو سره له نژدې همکاري ده.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر بایډن به د جون له ۱۱مې تر ۱۳مې په بریتانیا کې د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادو په سرمشریزه کې برخه واخلي له هغه ځایه به بروکسل ته ولاړ شي او د جون په ۱۴مه به د ناټو د مشرانو په غونډه کې ګډون وکړي، همدا راز به د اروپایي ټولنې او امریکا د مشرانو په غونډه کې به برخه واخلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...