د متحده ایالت دلتا هوايي شرکت اعلان کړی چې د کاناډا د ټورنټو په هوايي ډګر کې د خپلې چپه شوې الوتکې هر مسافر ته ۳۰زره ډالر ورکوي.
د امریکا غږ د راپور له مخې، د دغه شرکت ویاند په یوه مرکه کې ویلي: ” دا اقدام هېڅ شرط نه لري او د مسافرو په حقوقو اغېز نه کوِي.”
د دلتا هوايي شرکت دغې الوتکې دوشنبې د متحده ایالت د مینیسوتا د میناپولیس له ښار څخه ټورنټو ته پرواز کړی و چې د ناستې پر مهال په ځمکې باندې په تېزۍ سره لګېدلې چپه شوې ده او یوې برخې یې اور هم واخیست.
د دلتا هوايي شرکت ویلي چې په دغه پېښه کې ۲۱ کسان ټپیان شوي او یوازې یو کس لا په روغتون کې بستر دی.