د امریکا د ملي دفاع وزارت یو ځل بیا ویلي چې له افغانستان د ځواکونو د اېستلو پر مهال د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې تیاری لري.
د دغه وزارت ویاند جان کربي په تازه څرګندونو کې ویلي، د امریکا د دفاع وزارت پلانوونکو د ټولو هغه احتمالي خطرونو وړاندوینه کړې او پر وړاندې یې تیاری لري چې د وسله والو طالبانو لخوا به د ځواکونو د اېستلو پر مهال پېښېږي.
د کربي په وینا په منځني ختیځ کې یې الوتکې ځای پر ځای شوې دي، په سیمه کې یې د بېړیو نظامي ماموریت غځېدلی دی او د ځواکونو د اېستلو بهیر به په منظمه توګه تر امنیتي پوښښ لاندې وي.
د امریکا دفاع وزارت وايي وسله والو طالبانو ته نه ده په کار چې په دې موده کې پر امریکايي ځواکونو بریدونه وکړي، خو که داسې کوم اقدام وکړي امریکا یې د نظامي ځواب وړتیا لري.