د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي وایي افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې د لویو بدلونونو وړتیا لري، خو دا هر څه د افغان حکومت په رهبرۍ پورې تړلي دي.
د دغه وزارت ویاند جان کربي پرون د دوشنبې په ورځ (د زمري ۱۸مه نېټه) په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي چې دوی له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته ادامه ورکوي، خو بیا هم افغان ځواکونه پیاوړي دي او د جګړې په ډګر کې لوی بدلونونه راوستلی شي.
هغه زیاته کړې چې د جګړې په ډګر کې د افغان ځواکونو بریالي کېدل د حکومت په مشرۍ او رهبرۍ پورې تړلې ده او باید روان وضعیت مدیریت کړلی شي.
کربي همدا راز وایي چې افغان ځواکونه پوره وسلې، مهمات او تجهیزات لري خو بیا هم د اړتیا پر مهال امریکا ددوی تر څنګ ولاړه ده.
هغه ویلي پنټاګون د بایډن له امر سره سم له افغانستان د سرتېرو په ایستلو بوخته ده او د روانې میاشتې تر پایه به ټول امریکایي عسکر له افغانستان ووځي.