د امریکا د استازو جرګه کې د وسله وال پوځ د خدمتونو د کمېټې مشر ادم سمیټ وايي داسې نه ښکاري چې امریکا به د مې په لومړۍ نېټه له افغانستان څخه ووځي.
سمیټ په افریقا کې هم د امریکايي ځواکونو په موجودیت خبرې کړې دي او ویلي یې دي، چې په مختلفو ځایونو کې د امریکایي سرتېرو کم موجودیت د اهدافو په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.
نوموړی داسې مهال په افغانستان کې د امریکايي ځوکونو د پاتې کېدو په اړه خبره کوي چې د جرمني په ګډون د ناټو یو شمېر مشرانو ویلي دي چې د مې تر میاشتې پورې له افغانستان څخه نه وځي.
ناټو وايي چې له افغانستان څخه د سرتېرو وتل باید په شرایطو پورې تړلي وي.