د زن ټايمزر نشريې راپور ورکړی، چې تېره پنجشنبه د امريکايي پوهنتون هغو ښځينه محصلانو ته د کابل له هوايي ډګر د سفر کولو اجازه نه ده ورکړل شوې، چې غوښتل يې قطر ته لاړې شي.
په راپور کې ويل شوي، چې د يادو محصلانو شمېر ۶۰ نجونو ته رسي او ټاکل شوې وه په امريکايي پوهنتون کې زدهکړو ته د دوام ورکولو په موخه د روانې اګسټ په ۲۵مه قطر ته په يوه پرواز کې لاړې شي.
زن ټايمز ته د يادو محصلانو له ډلې د ربعې په نوم يوې محصلې ويلي، د پرواز پر ورځ د امريکايي پوهنتون ټولې محصلانې له الوتکې له دې امله ښکته کړای شوې، چې نارينه محرم نه لري او په خبره يې ورته ويل شوي، چې له نارينه محرم پرته له هېواد دباندې سفر نه شي کولی.
امريکايي پوهنتون هم تائيد کړې چې د دې پوهنتون افغان ښځينه محصلانو ته له کابل څخه د پرواز کولو اجازه نه ده ورکړل شوې. زن ټايمز ته دې پوهنتون په يوه لېږلي بيان کې ويلي، قطر ته د يادو افغان ښځينه محصلانو سفر له امريکايي پوهنتون سره په همغږۍ پلان شوی و؛ خو په خبره يې چې يادو نجونو ته د پرواز اجازه نه ده ورکړل شوې.
په افغانستان کې د سياسي بدلون په راتګ سره د افغانستان-امريکايي پوهنتون فعاليتونه هم بند شول او ډېری محصلان يې په قرغيزستان کې امريکايي پوهنتون ته د زدهکړو په موخه ولېږدول شول.
تر اوسه حکومتي چارواکو د دې تازه راپور په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.