Home » سیمه او نړی » د امريکا کانګرېس د بنسټيزو پروژو پلي کولو لپاره ۱.۲ ټريليون بوديجه تصويب کړه

د امريکا کانګرېس د بنسټيزو پروژو پلي کولو لپاره ۱.۲ ټريليون بوديجه تصويب کړه

د امريکا کانګرېس پرون جمعه ناوخته د (لړم په ۱۴مه) په دغه هېواد کې د بنسټيزو پروژو د پلي‌تابه په موخه، د ۱.۲ ټريليونو په ارزښت بوديجه تصويب کړه.

په يادو بنسټيزو پروژ کې چې د تازه تصويب شوې بوديجې پر بنسټ به تطبيق کېږي د سړکونو، پلونو او بندرونو جوړول او ترميم او دغه راز د انټرنېټ د وصل ښه‌والی شامل دي.

دغه بوديجه د کانګرېس ۲۲۸ غړيو له ډلې ۲۰۶ هغو مثبتې رايې سره تصويب شوې او په هم‌مهاله توګه له ولسمشر جوبايډن غوښتل شوي چې بايد د بنسټيزو پروژ د تطبيق له لارې ګټه ټولو ايالتونو ته ورسېږي.

ولسمشر بايډن د ۲۰۲۰ زېږديز کال ټاکنيزو کمپاينونو پرمهال ژمنه کړې وه، چې له کرونا سره له مبارزې وروسته يې لومړيتوب د اقتصاد ښه کول دي. د کانګرېس له لوري د اوسنۍ بوديجې تصويب د ولسمشر بايډن لپاره په اقتصادي ساحه کې بريا ګڼل شوې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...