امريکايي رسنيو خبر ورکړی چې د دغه هېواد په ټيکساس ايالت کې يوه وسلهوال د يهود عبادت کوونکو پر عبادت ځای ور ننوتی او يو شمېر عبادت کوونکي يې له ځان سره يرغمل کړي دي.
دغه وسلهوال وړانديز کړی چې په امريکا کې زنداني عافيه صديقي دې له زندان خوشي او په دې توګه به نوموړی هم يرغمل کړې کسان خوشي کړي.
چارواکو له عافيې صديقي سره د دغه وسلهوالو کس د تړاو په اړه څه نه دي ويلي، خو يوازې دومره يې ويلي چې له ياد وسلهوال کس سره يې د عبادت کوونکو د ژغورلو په موخه خبرې روانې کړي دي.
خو ځينو رسنيو بيا د سرچينو په حواله ويلي، ياد وسلهوال کس ادعا کړې چې عافيه صديقي يې خور ده او غواړي چې نوموړې له زندان ازاده شي.
عافيه صديقي په ۲۰۱۰ زېږديز کال کې د نيويارک محکمې له لوري له دې امله د ۸۶ کلونو لپاره پر بند محکومه شوه، چې په افغانستان کې يې د يوه امريکا سرتېري د وژلو هڅه کړې وه.