له ايرلېنډ لوبډلې سره د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د لوبو مهالوېش له مخې، ټاکل شوې چې نن سېشبنه د اګسټ په ۹مه، دواړه لوبډلې د يوه او بل پر وړاندې لوبه وکړي.
نننۍ لوبه د افغانستان او ايرلېنډ ترمنځ د شل اووريزې لوبلړۍ چې تازه شروع کېږي، لومړۍ لوبه ده.
له دې وړاندې هم د افغانستان او ايرلېنډ لوبډلو د کرکټ د بېلابېلو فارمټونو لوبې ترسره کړي، چې ډېری هغه يې افغان لوبډلې ګټلي دي.
ټاکل شوې چې د افغانستان او ايرلېنډ د کرکت ملي لوبډلو ترمنځ نننۍ سيالي د افغانسان پر وخت د مازدېګر مهال پيل شي.