Home » افغانستان » د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکو لوبلړیو لپاره زیمبابوې ته روان شول

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د راتلونکو لوبلړیو لپاره زیمبابوې ته روان شول

د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکوي چې د کرکټ ملي لوبډله د زېمبابوې لوبډلې پر وړاندې د راتلونکو سیالیو په موخه یاد هېواد ته ‏روان شول.‏

د یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ملي لوبډله (چهارشنبې، د لیندۍ ۱۴مه)ماسپښین مهال یاد هزواد ته روان شوي دي.‏

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې افغان لوبډله به په دې سفر کې د زیمبابوې لوبډلې سره شل اوریزه، ۵۰ اوریزه او ټېست سیالۍ د زېمبابوې په کوربه ‌توب «هراري» کرکټ لوبغالي کې تر سره کړي.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ درې ۲۰ اوریزې او درې یو ورځنۍ ‏لوبې د روانې ډېسمبر میاشت پر ۱۱مه پیل او د همدې میاشت پر ۲۱مه پای ته ‏رسېږي.‏

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...