په افغانستان کې د ښځينه فعالانو د ښځو حقونو د اعادې په موخه په يوه تازه ګام کې، د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليکونه لېږلي دي.
د دې ښځينه فعالانو شمېر ۱۰۰ تنو ته رسېږي او په جلا توګه يې د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته ليکونه لېږلي او په کې يې په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د روان وضعيت روايت بيان کړی دی.
په دې ليکونو کې پر ښځو جنسي تيري، د دوی هدفي وژنې، سنګسار او وهل، په خپلسري توګه د ښځو نيول، جبري او کم عمر ودول، اجباري حجاب، د نجونو پر مخ د ښوونځيو بندول او لوبغالو، حمامونو او تفريحي پارکونو ته د ښځو پر تګ بنديز هغه موارد ياد شوي، چې د ليکونو له مخې دا مهال په افغانستان کې ترې سرغړونه کېږي.
د دې ليکونو ليکونکو له رسنيو سره په خبرو کې ويلي، چې له دې کار يې موخه په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې د حاکم وضعيت په اړه د ملګرو ملتونو امنيت شورا خبراوی دی.
دوی زياته کړې، چې په دې ليکونو کې د سرپرست حکومت چارواکو له لوري له ښځو سره د روان ظلم، بې عدالتۍ، وژنو او بېوزليو روايتونه وړاندې شوي او په خبره يې په دې ليکونو کې د هغو کړاوونو يادونه شوې، چې د سرپرست حکومت د واکمنۍ پرمهال پر ښځو تېرېږي.
تر اوسه د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو د ښځينه فعالانو د دې ليکونو په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي؛ خو وړاندې يې تل په ډاګه کړې، چې د شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونو ته ژمن دي.
که څه هم د اسلام په مبارک دين کې د نجونو زدهکړې مجوزې دي؛ خو سرپرست حکومت پر دې سربېره هم نجونو ته اجازه نه ده ورکړې چې ښوونځيو ته لاړې شي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس