Home » افغانستان » د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

د افغانستان په ۱۲ ولایتونو کې د بارانونو او سېلابونو اټکل شوی

د هوا پېژندنې ادارې نن (یکشنبې، د عقرب۶مه) او سبا دوشنبه په ۱۲ ولایتونو کې د نسبتاً سختو بارانونو او احتمالي سېلابونو اټکل کړی دی.

یادې ادارې په خپله اېکس پاڼه خپاره کړي چې د کونړ، لغمان، پنجشېر، فاریاب، جوزجان، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، تخار او بدخشان په سیندونو کې د اورښت او د واورو د ویلي کېدو له کبله د اوبو د کچې د لوړېدو اټکل کېږي.

دغه راز یادې ادارې خلکو ته خبرداری ورکړی چې د سېلابونو یا د اوبو د کچې د لوړېدو پر مهال دې د سیندونو غاړو ته له نژدې کېدو ډډه وکړي او دغه راز د لوړو سیمو له خلکو غوښتنه شوې چې د خطر پرمهال د کوزو سیمو اوسېدونکو ته خبر ورکړي څو د انساني زیانونو مخنیوی وشي.

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو شمېرل کېږي، چې د طبیعي پېښو د اقلیمي بدلون له اړخه د رامنځته کېدونکو زیانونو له ډېر خطر سره مخ دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...