Home » افغانستان » د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غونډه دوې اوونۍ وروسته په اسلام‌اباد کې کېږي

د افغانستان په اړه د اسلامي همکاريو سازمان غونډه دوې اوونۍ وروسته په اسلام‌اباد کې کېږي

د پاکستان بهرنيو چارو وزير شاه محمود قرېشي خبر ورکړی چې د افغانستان وضعيت په تړاو د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان غونډه به، د روانې ډيسمبر په ۱۹مه په اسلام‌اباد کې ترسره شي.

نوموړي پرون ناوخته په لاهور کې خبريالانو ته ويلي، په دې غونډه کې چې ټول تمرکز به يې د افغانستان پر وضعيت وي د روسيې، امريکا، چين، فرانسې، انګليستان، نړيوال بانک او د ملګرو ملتونو د استازو په شمول د ۵۷ اسلامي هېوادونو استازي برخه ولري.

قرېشي ويلي، د يادې ناستې اساسي موخه دا ده څو پر هغو اندېښنو بحث شي که د نوموړي په خبره په اوس کې ورته پاملرنه ونه شي نو عواقب يې له بشري ناورين سره تړلي دي.

د نوموړي په خبره که په افغانستان کې ستونزې حل نه شي نو دا چاره په دغه هېواد کې د ناارامۍ لامل کېدای شي او په توګه به په افغانستان کې يوې بلې جګړې ته لار هواره شي.

له دې سره ملي مقاومت جبهې مشر احمد مسعود هم د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د غونډې له جوړېدو هرکلی کړی؛ خو ويلي يې دي چې دا غونډه دې د پاکستان پر ځای په کوم بل هېواد کې جوړه شي.

نوموړي تمه ښودلې چې د اسلامي همکاريو سازمان غړي هېوادونه به طالبان د يوه مشروع حکومت په توګه ونه وپېژني او ملاتړ به يې هم ونه وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...