Home » افغانستان » د افغانستان پخوانی قاضي‌القضات سېد يوسف حليم په عربي اماراتو کې وفات شوی

د افغانستان پخوانی قاضي‌القضات سېد يوسف حليم په عربي اماراتو کې وفات شوی

د افغانستان د سترې محکمې پخوانی رئيس او قاضي‌القضات سېد يوسف حليم پرون دوشنبه د (تلې په ۲۵مه) د عربي اماراتو په ابوظبۍ ښار کې وفات شوی دی.

د افغانستان مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني په خپل فېسبوک کې د نوموړي د مړينې په اړه خواشيني ښودلې او زياته کړې يې ده، چې د حليم  مړينه د افغانستان لپاره ستره ضايع ده.

نوموړي ويلي، چې سېد يوسف حليم د خپل ماموريت پرمهال په خورا ريښتينولۍ دنده ترسره کړې او د افغانستان د قوانينو په تقنين او د عدلي او قضايي سکټور په اصلاح کې يې عمده ونډه درلوده.

د افغانستان پخوانی قاضي‌القضات سېد يوسف حليم له تېر يوه کال راهيسې په ابوظبۍ کې د افغان کډوالو په يوه لنډمهالي کمپ کې اوسېده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...